ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال تخار کې نږدې ۱۱۴ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ کال کې ۱۱۳ زره او ۹۶۶ کساتو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یاده اداره زیاتوي، په دې خدمتونو کې ۶۲ زره او ۸۸ برېښنایي پېژندپاڼې ، ۳۹ زره او ۶۴۵ کاغذي پېژندپاڼې، ۷ زره او ۹۲۳ زېږون کارتونه او ۴ زره او ۳۱۰ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د تخار ولايت د احصايې او معلوماتو رییس قاري شیرشاه بریال ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونو په برخه کې د (مثنی پېژندپاڼې وېش، انځور نوي کول او د نوم د انګلیسي تورو اصلاح) خدمتونه هم غوښتونکو ته وړاندې کوي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۳۶۸ معیاري فورمو له‌ لارې اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره شریک کړي دي. همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروګانې لکه د شولې کښت سروې، پنبې، د افغانستان روغتیا سروې او د کورنیو د لېست‌ اخیستنې سروې هم ترسره شوې دي.