ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس رییس په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي ایران ته سفر کړی او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې لیدنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د وروستیو تحولاتو او د یاد اژانس له لوري له تهران سره د تخنیکي همکاریو او تعاملاتو په اړه خبرې شوې دي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي عراقچي ټینګار کړی، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید خپل تخنیکي او مسلکي رول پرته له دې، چې د ځینو اړخونو تر فشار لاندې راشي، ادا کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د اژانس عمومي رییس هیله څرګنده کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به تر هغې دوام ومومي، تر څو دواړه لوري یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

سربېره پر دې ایراني او امریکايي چارواکو د تهران د اټومي پروګرام په تړاو مستقیمې خبرې پيل کړې، چې لومړي مذاکرات یې تېره شنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول.

د ایراني چارواکو په وینا؛ د دې هېواد او امریکا د مرکچیانو تر منځ دویمه ناسته به د شنبې په ورځ د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، ناسته که هر ځای کېږي، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر به یې اسانچاری او منځګړی وي.