نیویارک ټایمز راپور ورکړی< چې د ټرمپ اداره د ۱۰ سفارتونو او ۱۷ قونسلګریو د بندېدو او د بهرنیو استازولیو د کارکوونکو د کمولو پلانونه ارزوي.
راپور زیاتوي، دا ګام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لګښتونو د ۵۰ سلنې کمولو لپاره اخیستل کېږي.
په یاد راپور کې راغلي، هغه شپږ سفارتونه چې د بندېدو وړاندیز یې شوی د افریقا په مرکزي افریقا، اریتریا، ګامبیا، لیسوتو، کانګو او جنوبي سوډان هېوادونو کې دي، چې چارې به یې شاوخوا هېوادونو ته انتقال شي.
دغه راز هغه قونسلګرۍ چې د بندېدو وړاندیز یې شوی، په اروپا کې دي او په هغو ځایونو کې موقعیت لري چې امریکایان یې د سیاحت لپاره تر ټولو ډېر خوښوي.