ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالمنان عمري او د قطر سرې میاشتې رییس لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له رییس حسین بوتاني سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ښاغلي بوتاني د قطر سرې میاشتې د فعالیتونو، پروګرامونو، لاسته‌راوړنو او د راتلونکو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې ټولې چارې یې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو اړوند ترسره کېږي.

ملا عبدالمنان عمري د قطر سرې میاشتې له مرستندویو فعالیتونو د مننې ترڅنګ، غوښتنه کړې چې یاد بنسټ دې په ځانګړې توګه د زیانمنو اقشارو، یتیمانو او نویو راستنېدونکو هېوادوالو ملاتړ ته پراخې هڅې وکړي.

دغه‌راز نوموړي د قطر هېواد د سرې میاشتې ټولنې سره ژمنه کړې؛ چې د هغوی غوره او اغیزناک فعالیت لپاره د زمینې په برابرولو کې هر ډول همکاری ته چمتو دی.

په پای کې ښاغلي بوتاني له امارتي مسولینو غوښتنه کړې، چې د پروژو د اسنادو د بشپړېدو او پلي کېدو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د قطر سرې میاشتې ټولنه دا مهال په افغانستان کې د روغتیا، اوبو، بیړنیو حالاتو، یتیمانو او زیانمنو اقشارو د ملاتړ په برخه کې پراخ فعالیتونه لري.