ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ ۱۹ کلنې لوبډلې پرلپسې درېیمه بریا خپله کړه

د افغانستان ۱۹ کلنې کم کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې تېره ورځ د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د متحده عربي اماراتو ۱۹کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د روانو سیالیو په ترڅ کې یې دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې د سیالې متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې په یاده لوبه کې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه خالد احمدزي ۱۳۲، برکت الله ابراهیمزي ۶۲*، عزیر خان نیازي ۶۰ او محبوب خان ۵۹* منډې جوړې کړې.

په توپ اچوونه کې افغان لوبډلې د خپل ۳۶۰ منډو هدف په دفاع کې ښه توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې په ګټه نصرت الله نورستاني ۳، واحدالله ځدراڼ دوه او زیت الله شاهین یوه ویکټ ترلاسه کړه.

تکړه پیلیز توپوهونکي خالد احمدزی په دې لوبه کې سلیزه جوړه کړه او د په ۱۲۴ توپونو یې د ۱۹ څلوریزو پرمټ ۱۳۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د یادو سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د کوربه نیپال لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي، چې په ګټلو سره به یې د ۲۰۲۶م کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته لاره ومومي.