د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل سیمې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کاله مخکې د یو لړ سوداګریزو اموالو پر سر رامنځته شوې شخړه د سیمهییزو مشرانو، علماوو او امارتي مسولینو په هڅو پای ته ورسېده.
د کونړ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس ملا تحمیدالله غازي عمر په مشري د دواړو کورنیو له مشرانو سره ناستې وشوې، د اختلاف واکونه ترې واخیستل شول او د شریعت له مخې د وروستۍ پریکړې وروسته یې یو بل ته د بښنې غاړې ورکړې.
د کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس ملا تحميد الله غازي عمر په مشرۍ د سيمه ييزو مشرانو، علماوو او اسلامي امارت د ځينو منسوبينو په همکارۍ لومړی د يادو کورنيو مشرانو سره ناستې کړی او واکونه ترې اخيستل شوي او بيا يې ترمنځ د شريعت په رڼا کې له پرېکړې وروسته يو بل ته غاړې ورکړې دي.
همدارنګه د شخړې ښکېلو خواوو د سولې له هوکړې خوښي څرګنده کړې او د شخړو د حل په برخه کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او اړونده محلي ادارو هڅې ستایلي او غوښتنه یې کړې، چې د ورته شخړو د هواري لپاره دې هڅې لا پراخې شي.