ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بخارا ته د کرنې وزیر سفر؛ له سیمه‌ییزو مسولینو سره په لیدنه کې یې پر اقتصادي همکاریو ټینګار کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د یوې رسمي پلاوي په مشرۍ د اوزبیکستان هېواد بخارا ښار ته سفر کړی او هلته یې د بخارا له والي او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کرنې وزیر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د کرنې، مالدارۍ او پرمختللو اوبو لګولو سیستمونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

مولوی عطاءالله عمري غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې تخنیکي تجربې تبادله شي او د دې وزارت کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره شي.

نوموړي بخارا د یادو برخو د پرمختګ له مخې د افغانستان لپاره ښه بېلګه او فرصت بللی.

ښاغلي عمري همداراز ویلي؛ که د اوزبیکستان له لوري اړتیا وي او له موږ څخه غوښتنه وکړي، نو افغانستان چمتو دی چې د هغوی کارخونو ته اومه توکي برابر کړي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو یوه برخه وي.

کرنې وزیر اوزبیکستان د افغانستان لپاره د اړینو توکو د وارداتو یو مناسب بدیل بللی او د لا زیاتو همکاریو لپاره یې د خپل وزارت له لوري چمتووالی اعلان کړی.

په دې سفر کې دواړو خواوو د تخنیکي غونډو د دوام او د سیمې‌یزو همکاریو په چوکاټ کې د اړیکو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر همداراز په دې لیدنه کې د بخارا ښار له چارواکو څخه په دغه ښار کې د مسلمانانو د مقدسو ځایونو د ساتنې او پاملرنې له امله مننه او قدرداني کړی.