ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بخارا ته د کرنې وزیر سفر؛ له ځايي مسولینو سره یې د نباتي انساجو د تکثیر په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د اوزبیکستان بخارا ښار ته دخپل سفر په ترڅ کې، د دغه ښار له یوې سترې او پرمختللې شنې خونې څخه لیدنه کړې، چې له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیاته پانګونه پکې شوې ده.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د کرنې وزیر د شنې خونې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د یادې شنې خونې له فعالیتونو او لاسته‌راوړنو څخه یې خوښي ښودلې.

نوموړي د یاد مرکز له مسولینو سره په خبرو کې، په ځانګړي ډول د نباتي انساجو د تکثیر (تیشو کلچر) لابراتوار په برخه کې، د تخنیکي همکاریو او ګډو پانګونو غوښتنه کړې.

مولوي عطاالله عمري ویلي، دا برخه دا مهال په افغانستان کې د محدودو امکاناتو په شتون کې فعاله ده او اړتیا ده چې پراخه شي.

یاده شنه خونه د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ فعاله ده، چې پکې بېلابېل نباتات د تیشو کلچر له لارې یا د نباتي انساجو د تکثیر په میتود تولیدېږي.

دا طریقه د نباتاتو د تولید یوه له نوې او پرمختللې طریقو څخه ده، چې له لارې یې روغ، بې‌نیمګړتیا او لوړ کیفیت لرونکي نباتات په لنډ وخت او پراخ حجم کې تولیدېږي.

د اوزبیکستان مسولینو ډاډ ورکړی، چې دوی چمتو دي له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي، خپلې تجربې او تخنیکي ظرفیتونه له افغان لوري سره شریک کړي او د ورته لابراتوارونو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.