د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۲۷۶ زره او ۱۷ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ چې په دې خدمتونو کې ۱۷۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې، ۵۰ زره او ۷۵۰ کاغذي پېژندپاڼې، ۴۵ زره او ۸۴۲ زېږون کارتونه، ۱۶۷ د مړینې پاڼې او نهه زره او ۲۵۸ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د هلمند ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ محمد رباني ویلي؛ چې په دې ولایت کې د اسان خدمت د یو مرکز سربېره د برېښنایي تذکرو درې وېش څانګې چې یوه په موسي کلا او دوې نور په مرکز کې فعالې دي، چې د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې کوي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۲۹۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې په میاشتني ډول له بازار را ټولې او له ادارې سره یې شریک کړي دي.
همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروګانې لکه د کجکي بند د استملاک شوې ساحې سروې او د افغانستان روغتیا سروې هم ترسره شوې دي.