د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې سترې محکمې د دې هېواد د لویې څارنوالۍ په غوښتنه د اسلامي امارت نوم په دې هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.
د روسیې سترې محکمې دغه پرېکړه یاد هېواد کې د اسلامي امارت پر فعالیتونو لګولو شوي بندیزونه ځنډوي.
څه موده وړاندې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د نوم لرې کولو هرکلی کړی و او دغه ګام یې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره مهم بللی و.
کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې د سترې محکمې هغه پرېکړه رسما ابلاغ کړه، چې له مخې یې د دې هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت پخوانی نوم د «طالبانو غورځنګ» وایستل شو.

ښاغلي ژیرنوف یاده پرېکړه د روسیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره تاریخي ګام بللی دی.
دغه راز په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون د حکومت د دغه ګام ستاینه او مننه کړې او یاد اقدام یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ بللی دی.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې له یادې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ.