د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د خپلو ولایتي سفرونو او ولایتي محاکمو له چارو د نظارت او بررسۍ په دوام په ۱۸ / ۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ته سفر کړی.
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې له ځایي مسولینو او چارواکو سره لیدنه کړې.
د هلمند د مرافعه محکمې عمومي رییس مولوي محمد محمدي د سترې محکمې رییس او قاضيالقضات او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د محاکمو د فعالیتونو، د بندیانو د وضعیت، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ په تړاو یې معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې د لاسته راوړنو ډاډ ورکړی.
شیخ عبدالحکیم حقاني د محاکمو مسولینو ته لارښوونه کړی، چې له مراجعینو سره ښه چلند کوئ، له نورو امارتي ادارو سره همغږي کوئ، مرافعه محکمه دې د ابتدائیه محکمې پرېکړې په اسانۍ سره نه نقض کوي او هڅه وکړئ چې تائید د فیصلو وکړئ.
نوموړي زیاته کړې، چې که د نظامي منسوبینو لخوا یو تورن کس راوستل شي په اړه یې پوره څېړنه وکړئ، له نظامي مسول څخه هم د تورن کس په اړه بشپړ معلومات وکړئ، بندیان د څېړنو تر بشپړېدو مخکې مه خوشي کوئ، که مجرم نه وو په اړه ئې قضایي قرار صادروئ.
په دې سربېره د سترې محکمې رییس او قاضي القضات د ناستې ګډونوالو ته د عدالت د پیاوړتیا، د دوسیو د تعقیب، د قانون حاکمیت او یو شمېر نورو مواردو په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.
په پای کې د امارتي ادارو مسولینو ژمنه کړې، چې له محاکمو سره به د اصولو په رڼا کې هر اړخیزه همکاري کوي.