د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوي د روزګان ولایت ولسونو سره په یوه پراخه غونډه کې ګډون کړی.
روزګان د لوړو زده کړو موسسې ريیس مولوي رحمت الله رحماني سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ خوښ یو چي په علمي برخه کي د علمي کادرونو کوربه یو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي؛ موږ د خپل هېواد لپاره په هره برخه کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لرو، هڅه مو دا ده، چې خپل مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه په اسلامي روحیه وروزو، ترڅو د نورو له احتیاج څخه خلاص شو.
نوموړي زیاته کړې، چې زموږ هڅه د ټولو افغانانو ترمنځ توازن ساتل او د هر ډول تعصب له منځه وړل دي.
روزګان د لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل رازمحمد ستوري د یادې موسسې په اړه معلومات ورکړي او د استادانو لپاره یې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو غوښتنه کړې.
علمای کرامو، ولسونو او محصلینو ویلي؛ چي دې ولایت د اشغال پر وخت زیات زحمتونه ګاللي، نوموړو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي چې یاد ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.