ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره لیدنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې روان حالاتو، د ایران هسته‌یي پروګرام، سیمه کې شته ګواښونو او د اوکراین د جګړې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون پنجشنبه روسیې ته سفر کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې ښاغلی عراقچي به دې سفر کې له لوړ پوړو روسي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو او له امریکا سره د ایران په وروستیو غیرې مسقیمو مذکراتو خبرې وکړې.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دې سفر پرمهال به ښاغلی عراقچي د ایران مذهبي د مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي لیک هم ولادیمیر پوتین ته وسپاري.

د راپور له مخې، په دې لیک کې د ایران مذهبي مشر د امریکا سره په دویم پړاو مذکراتو کې له مسکو څخه د تهران د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې په موخه د خبرو دویم پړاو سبا شنبه پیل شي.