د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی او مل پلاوي یې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال محمد خرم اغا او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق دار سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د باعزته بېرته راستنېدو، د سوداګرۍ ودې، او د ترانزیټ بهیر د اسانتیاوو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ افغان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره مهمه بللې او د صادراتو او وارداتو په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې.
همداراز، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د شته ستونزو پر حل ټینګار شوی.
ورتهمهال پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې له افغان کډوالو سره به سم او مناسب چلند کوي.