د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په دویم پړاو کې د ګډون په موخه نن سهار (شنبه، د وري ۳۰مه) د اېټالیا پلازمینې روم ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې، چې نن شنبه د دواړو لورو تر منځ دویم پړاو خبرې وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: «د ایران او امریکا ترمنځ د غېرې مستقیمو خبرو اترو دویم پړاو به نن شنبه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي استیو ویتکاف ترمنځ په روم کې ترسره شي.»
بقایي ټینګار کړی، چې دغه خبرې اترې به هم لکه لومړی پړاو غیرې مستقیمې وي او د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر البوسعیدي په همکارۍ به وشي.
د ایراني او امریکايي چارواکو تر منځ د تهران د اټومي پروګرام په تړاو لومړي مذاکرات تېره اونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول.
دواړو لورو یاد مذاکرات هیله بښونکي بللي وو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وو:” خبرې اترې د متقابل درناوي په فضا کې ترسره شوې او دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې دا لړۍ به څو ورځې نوره هم وغځوي “.
له بلې خوا منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف هم یادې خبرې مثبتې او رغوونکې بللې وې.