د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د کب مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
یاد اداره زیاتوي، د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۰.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۰۳.۱ ميليونو ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په سلواغه مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ میلیونو ډالرو ته رسېد.
د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د کب مياشتې د صادراتو ارزښت د سلواغې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۴.۱ ميليونه ډالره کموالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۷۶.۲ میلیونو ډالرو ته رسېد، چې د یاد کال په کب مياشت کې د ۷۳.۱ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی پهکې راغلی دی.
همدارنګه د یادې ادارې د ارقام له مخې، چې د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.