د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.
افغان ځوانانو غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او د نن ورځې مهمه او وروستۍ لوبه، چې د کوربه نیپال پر وړاندې ترسره کېده، د دوامداره ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې عمان ته په اتو وېکټو، په دویمه کې هانګ کانګ ته هم په اتو وېکټو او په درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپیر سترې ماتې ورکړې وې.
په درې بریاو سره افغان لوبډلې د جدول لومړی مقام خپل کړی و او د نورو لوبډلو په پرتله د غوره نمرو او نېټ رنرېټ په لرلو سره یې د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې به په زېمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې ترسره شي.