د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته کار او ټولنیزو چارو وزارت ګڼې لاسته راوړنې لري او هېوادوالو ته یې ګڼ خدمات وړاندې کړي دي.
- یاد وزارت په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر هېوادوالو ۳۰۵ زره او ۱۱۰ جوازونه او په بهرنیو وګړو یې ۹ زره او ۹۳ جوازونه وېشلي دي.
- یاد وزارت د امارتي ادارو، خصوصي سکټورونو او ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه همکارۍ او همغږۍ د کار ملي کنفرانس ترتیب او ترسره کړی او د راتلونکو پینځو کلونو لپاره یې د ۱۵ امارتي ادارو څخه د لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کاري فرصتونو د ایجاد ژمنې اخیستې، چې یو بې مخینې اقدام ګڼل کېږي.
- دې وزارت په لومړي ځل د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د فني او حرفوي زدهکړو مرکزونه پرانیستل.
- دغهراز په ټول هېواد کې د فن او حرفې په ۵۲ امارتي او ۱۳۰ خصوصي مرکزونو کې په ۳۶ حرفو کې ۱۳۴ زره او ۶۴۰ ځوانان روزل شوي، چې ډېری ته یې کاري وسایل هم ورکړل شوي. په امارتي مرکزونو کې زدهکړې وړیا دي او په ځینو ولایتونو کې زدهکوونکو ته مدد معاش هم ورکړل شوی.
- د امارتي او غیرې امارتي ادارو ۱ زر او ۴۶۷ کارکوونکو ته یې په کتبي او شفاهي ډول حقوقي مشورې ورکړې.
- د کار انسټیټیوټ د ظرفیت لوړونې په برخه کې سلګونه امارتي او غیرې امارتي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
- له نشهیي توکو روغ شویو څه باندې ۵ زره کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې.
- یاد وزارت په تورخم ښارګوټي، شیرخان بندر او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو وګړو ته د کار د جواز توزیع مرکزونه پرانیستي دي.
- په تېرو څه باندې درې نیمو کلنو کې تر ۵۵۰ ډېر کارځایونه تفتیش شوي او د کارګرو له اضافه کار، د هغوی له ایمني روغتیا، رخصتۍ او نورو امتیازاتو پوښتنه شوې.
- یاد وزارت په تېرو دوو کلنو کې تر ۶۸ زره د زیاتو راستنېدونکو هېوادوالو کاري مهارتونه، مسلک، تحصیلات او تجربې ثبت کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د هغوی لپاره یو ډیټابس جوړ شوی، تر څو د امکان په صورت کې هر مسلکي کس وړ کارځای ته ور وپېژندل شي.
- کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې روزنتونونو جوړ کړي، تر څو ۱۰ زره شاوخوا یتیم او بېسرپرسته ماشومان پکې وروزي.
- دې وزارت په ټول هېواد کې د څه باندې ۳۸ زره او ۶۱۸ له خطر سره د مخ ماشومانو قضایاوو ته رسېدنه کړې او رد مرزي او نادرکه ماشومان یې د خپلوانو له پیدا کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. همدا شان یې په ۱۵ حمایوي مراکزو کې د نږدې ۵۰۰ بې سرپرسته ماشومانو ساتنه او کفالت کړی.
- سربېره پر دې یې له لسګونو ملي او نړیوالو سازمانونو او مؤسساتو سره د ټولنیز خوندیتوب، ماشومانو او زیانمنو اقشارو څخه ملاتړ، د فن او حرفو، کارموندنې او بشري مرستو په برخو کې له ۲۰۰ څخه زیات هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.