افغانستان او پاکستان د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ د افغانستان په کوربتوب وکړې، چې دوه یې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې او وروستۍ یې د دې هېواد په مر کز کولمبو کې وشوه.
کرېکټ پوهان وایي، چې په لوبه کې پچه ګټل د لوبې په ګټه کې نیمايي رول لري. خو په دې سیالیو کې افغانستان یوازې یو ځل د لوبې پچه وګټله. هماغه و، چې سیالې لوبډلې ته یې سرخوږی جوړ کړ.
د لومړۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره یوازې ۴۷.۱ اورونه ولوبول او افغانستان ته یې ۲۰۲ منډې هدف وټاکه، په دې لوبه کې مجیب الرحمان ۳ محمد نبي او راشد خا ۲ – ۲ ویکټې واخیستې.
پر وړاندې یې افغان لوبډلې د ګربز ۱۸ منډو او د عظمت ۱۶ منډو پر مټ ټولټال ۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې ۱۴۲ منډو په توپیر وبایلله، چې په دې ناکامۍ سره پر افغان لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د کمو منډو ریکارډ ثبت شو.
افغانستان په ټوله نړۍ کې اوولسم نمبر هېواد شو، چې په یو ورځنیو سیالیو کې ۵۹ کمې منډې جوړوي.
هېره دې نه وي، چې پاکستان د کمو منډو جوړولو ریکارډ کې له افغانستان درې برابره مخکې دی.
پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې د سریلانکا پر وړاندې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره فقط ۴۳ منډې جوړې کړې دي، په همدې سترې ناکامۍ سره پاکستان په نړۍ کې پینځم نبمر هېواد دی چې کمې منډې یې کړې دي.
دویمه لوبه هم په همبنټوټا کې وشوه، په دې لوبه کې د تېر خلاف افغانستان د لوبې پچه وګټله او د په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، افغانستان د ګربز او ابراهیم په کلکې ملګرتیا سره د ۲۲۷ زیاتو منډو ریکارډ په خپل نوم کړ، په دې سیالۍ کې رحمان الله ګربز درې سر په سر پنځوسیزې او ابراهیم ځدران بیا په ۸۰ منډو اوټ شو.
افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره سیالې لوبډلې ته ۳۰۱ منډې هدف وټاکه.
دغه لوبه تر لومړۍ پاورپلای پورې د افغانستان په ګټه روانه وه، خو د امام الحق او بابر قوي ملګرتیا د سیالۍ اړخ بدل کړ، که څه هم امام او بابر ښه روان وو، خو د دوی په سوزېدو سره لوبه وروستیو شیبو ته لاړه او پاکستان ۹ ویکټې له لاسه ورکړې، د وروستي اور پینځم بال و، چې نسیم شاه پر فاروقي څلوریزه ووهله او دویمه لوبه یې هم په خپل نوم کړه.
د رېیمه لوبه کې بیا هم پاکستان د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
پاکستان په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوزېدو سره افغانستان ته ۲۶۹ منډې هدف وټاکه، په دې لوبه کې پاکستان لپاره محمد رضوان ۶۷ منډې او بابر اعظم ۶۰ منډې وکړې.
مقابل خوا بیا ګلبدین نایب دوه سترې ویکتې امام الحق او فخر زمان له ډګره بهر کړل.
په مقابل کې یې افغانستان ښه پیل ونه کړ. پیلیز توپوونکي د تمې خلاف وسوزېدل، لومړي سر کې داسې انګېرل کېده چې ګواکې افغانستان به د یو بل ریکارډ ښکار شي؛ خو مجیب الرحمان په بچ کېدو کې خورا موثر تمام شو.
دغه لوبه کې مجیب په اتم نمبر کې توپوهنې ته راښکته شو، مجیب خورا تېزه لوبه وکړه هغه په دې لوبه کې د تېزې پنځوسیزې ریکارډ جوړ کړ.
مجیب په ۲۶ توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه.
په افغان توپوهونکو کې دا لومړی لوبغاړی شو، چې په کمو توپونو تېزه پنځوسیزه وهي.
د مجیب الرحمان د تېزې توپوهنې سره – سره بیا هم افغانستان درېیمه سیالۍ د ۵۹ منډو په توپیر وبایلله.
په دې پایلې سره افغانستان د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۳ – ۰ وبایلله.
روزي خان خپلواک