د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره دایر شوی و، د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله لخوا په عالمانه او لارښوونکې وینا پای ته ورسېد.
په دې اړه جوړ شويو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د یاد وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو رییسانو، شیوخ کرامو، جیدو علماوو او د حاجیانو معلمینو ګډون کړی وو.
د سیمینار په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ويلي؛ د خوښۍ ځای دی چې دغه روزنیز سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، ټول معلمین به مع الخیر خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته ستانه شي او هلته به د تلونکو حاجیانو لپاره د درسي غونډو او مجالسو له لارې د حج مناسک، اداب او د حج اړوندو شرعي مسایلو ترڅنګ د حج د سفر د ترتیب او تنظیم په اړه خپلو درسونو ته ادامه ورکړي، ترڅو افغان حاجیان دغه مبارکه فریضه په ښې طریقې سره ترسره کړي.
ښاغلي ثاقب یاد روزنیر سیمینار د حاجيانو د معلمینو لپاره د حج د مناسکو او نورو ټولو اړینو او مهمو موضوعاتو لپاره خورا مهم او ګټور بللی دی.
په دې روزنیز سیمینار کې چې د ۱۴۴۶ هـ ق مطابق د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج معلیمنو لپاره جوړ شوی و، د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۶۵۲ تنه د حاجیانو معلمینو چې د ازموینې له لارې بریالي شوي وو ګډون کړی وو.
د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري یادو معلمینو ته د حج په موسم کې د رښتیني خدمت د شرعي احکامو د پلې کېدلو، د حج مناسکو د عملي ښوونې، د سعودي حکومت له لوري د وضع شویو مقرراتو د رعایت کولو او د نورو اړینو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې لارښوونې او لازم معلومات وړاندې شوي دي.
په یاد روزنیز سیمینار کې د حاجیانو د معلمینو په استازیتوب څو تنو خبرې کړي او ویلي یې دي؛ دا روزنیز سیمینار زموږ لپاره یو مهم علمي، فکري او تجربوي فرصت و، موږ دلته د حج د مناسکو په اړه نه یوازې نظري معلومات ترلاسه کړل، بلکې د عملي تطبیق په اړه مو هم مفصل وضاحتونه واورېدل او سربیره پردی دعالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره ملاقات او د دوي د لارښونکې وینا له وجې زمونږ حوصلی ډېرې لوړی او احساسات مو نورهم پیاوړي شول.
دوي زیاته کړې؛ موږ د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه او په ځانګړې توګه دارشاد، حج او اوقافو له وزارت څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې مونږ ته یې دغه ارزښتناک، علمي او ديني فرصت برابر کړی.
د یادونې وړ ده ، چې دغه علمي، فکري او روزنیز سیمینارد حاجیانو د معلمینو د دیني، مسلکي او عملي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یو مهم او موثر ګام بلل کېږي، چې د حج د مناسکو د ښه پرمخ بیولو، د حاجیانو د ښه خدمت او سمې لارښوونې په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.