ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا کې نژاد پالنه؛ یوه سپین پوستی درې تور پوستي امریکایان وژلي

د راپورونو پر اساس د امریکا د فلوریډا ایالت جکسنویل ښار کې یوه سپین پوستي پر یوه مغازه ډزې کړې او لږ تر لږه درې تور پوستي یې وژلي.

په وژل شویو کسانو کې دوې ښځې او یو نارینه شامل دي.

د یاد برید انګیزه نژادي ګڼل شوې او پولیسو ویلي، چې بریدګر هم خپل ځان وژلی دی.

ویل کېږي، چې برید کوونکي د شلو کلونو شاوخوا عمر درلود او په دې برید کې یې د AR-15 نیمه اتوماتیک ټوپک او تمانچې څخه کار اخیستی دی.