ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له محمد اسحاق ډار سره د مولوي عبدالسلام حنفي لیدنه؛ د اقتصاد، سوداګرۍ او ترانزیټ برخو کې پر دوو اړخیزو همکاریو خبرې شوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کورنیو چارو، مالیې، اقتصاد، ترانسپورټ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالانو هم شتون درلود، د دوه اړخیزه همکاریو په ځانګړي ډول اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي موضوعاتو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو په روز ایستنې په اړه خبرې شوې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، هیله لرم ستاسې سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او ځینو مسایلو د حل په برخه کې ګټور تمام شي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ افغانستان او پاکستان تاریخي او دوستانه اړیکي لري او باید خپل هېوادونه او ملتونه د ښه والي پر لور بوځو، هیله لرم د دواړو هېوادونو د چارواکو د دې ډول غونډو جوړولو او تګ را تګ له لارې ځینې مسایل د تفاهم او ډیالوګ له لارې حل شي.

ورپسې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي؛ افغانستان او پاکستان له یوه بل سره وروڼه دي او ګڼ شمېر دیني او فرهنګي مشترکات لري، همداراز په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي په اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیټي برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شویو هوکړه لیکونو د پلي کېدو په خاطر د خپل هېواد غوښتنې او وړانديزونه مطرح کړي او ویلي یې دي، موږ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او همدا راز افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

د رياست الوزرا اداري مرستيال له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند په اړه ویلي؛ دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو د خلکو پر اذهانو منفي اغېز پرېباسي، له همدې امله دې برخې ته د پاکستاني چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو.

د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ویلي؛ افغان کډوال د يوې منظمې پروسې له لارې په باعزته او احترامانه ډول خپل هېواد ته ستانه شوي، ‌د افغانانو د مالونو او جایدادونو او افغانستان ته د هغوی د شخصي وسايلو د لېږد ستونزه به هم حل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي دې ته په اشارې چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټینګ شوی زیاته کړې؛ موږ د سوداګريزو اړيکو پراختيا، د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د پاکستان اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مختلفو او نورو لويو سيمه ييزو پروژو چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې لامل ګرځي، بشپړ ملاتړ کوو.

د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړې، مطرح شوي مسايل په ځانګړي ډول ترجيحي تعرفه يا  PTA، په سپين بولدک کې د ۲۴ ساعته خدماتو پراختيا، پر افغان سوداګرو د مالياتو راکمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ نورې ټولې پروژې او هوکړه ليکونه دې ژر عملي شي.