د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون له خدماتي چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد روغتون روغتیایي کارکوونکو سره ناسته کړې.
په دې ناسته کې د یاد ولایت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله حکمت او مل پلاوي هم شتون درلود.
مولوي نور جلال جلالي له روغتیایي کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د دوی له هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، خپل مسولیتونه په سمه توګه ترسره او په صادقانه ډول د ناروغانو خدمت وکړئ.
نوموړي زیاته کړې؛ د روغتیایي خدمتونو پراختیا او معیاري کولو په موخه ټول هېواد کې د سرطاني ناروغیو مرکزونه، جدي پاملرنو څانګې او تشخیصیه خدماتو پراختیا سربېره روغتیایي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې او امکاناتو برابرولو هڅه کوو.
همدارنګه په یاده ناسته کې د کندوز ولایت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رییسانو او د یاد ولایت سیمه ییز روغتون ډاکټرانو د روغتیایي خدماتو، مسولیت او اړتیاوو اړوند ویناوې کړې دي.