د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۱۶۲ زره او ۸۶۲ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۷۹ زره او ۷۲۷ یې برېښنایي او ۸۳ زره او ۱۳۵ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
یاده اداره زیاتوي، څلور زره او ۷۴۹ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدنې او مړینې) د ثبت خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ اته زره او ۴۲۰ نورو کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي، چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ په لومړۍ وېش څانګه کې تر وېش وروسته (د پېژندپاڼې نوې کول، د زېږونونو، ودونو ثبت او د شخصي معلوماتو اصلاح) خدمتونه هم فعال دي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د معیاري فورمو له لارې اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره شریک شوي دي.
همدا راز له بازار څخه یې د بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې کړې دي.
پر دې سربېره تېرکال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروېګانې لکه د افغانستان روغتیا سروې او د خوړو د خوندیتوب موسمي سروې هم ترسره شوې دي.