ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې د ترافيکو مدیريت په یوه میاشت کې څه باندې اته میلیونه عواید راټول کړي

د هلمند امنيه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت لخوا د زمري میاشتې په اوږدو کې د پلیټونو او جوازسيرونو د ورکړې څخه اته میلیونه ۱۳۳ زره او ۹۷۸ افغانۍ عواید راټول کړي.

د هلمند امنيه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر ملا احمد اخوند زاده ویلي؛ د تېرې میاشتې په جريان کې د ۳۵۰ جلده پلیټونو او جوازسيرونو څخه ياد عواید په لاس ورغلي، چې  د اسلامي امارت خزانې ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر دا مهاله په هلمند کې د ترافیکو مدیریت له لوري موټرونو د ثبت په پروسه کې شاوخوا ۳۸ زره او ۵۰۰ موټرونه ثبت شوي، چې د یادو موټرونو د پلیټ او جوازسیر ورکړه جریان لري.

د ياد مدیريت له لوري ۸۰ تنه موټرچلوونکو ته د لیسنس د ورکړې کورس دایر شوی، چې نږدې راتلونکو ورځو کې به فارغ او د موټر چلولو قانوني اسناد تر لاسه کړي.