ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر: علما د ټولنې سرلاري دي او لارښوونې یې د ټولنې راتلونکی مسیر ټاکي

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د وروستي فرمان د لاښه پلي کېدو په موخه په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې علما او مسولین د ټولنې سرلاري دي، د هغوی کړنې او لارښوونې د ټولني راتلونکی مسیر ټاکي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلام په مبارک دين کې په هغو کسانو هلاکت ویل شوی، چې په معاملاتو او راکړه ورکړه کې غش او دوکه کوي او په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې خپلو مسولیتونو ته پام نه‌ کوي.

ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې خپل مسولیتونه باید په داسې ډول ادا کړو، چې د نړیوالو لپاره مو د اسلامي نظام غوره انځور وړاندې کړی وي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې بللې او مسولین یې مکلف ګڼلي، تر څو په اسلامي ټولنه کې ټولو اوسېدونکو حتی د غیرې مسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

هغه ټینګار کړی، چې د اسلام مبارک دین د ژوند ټول اړخونو ته لارښوونې لري او ټول یې په رعایت مکلف یو. دغه‌راز په کار ده داسې خپلې چارې تنظیم کړو، چې د نړیوالو لپاره مو د اسلامي نظام غوره انځور وړاندې کړی وي.