ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق‌الله عزیزي د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال ملا حیات‌الله لطیف، او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوو په ملتیا د کابل تاریخي بالاحصار له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هنر او کلتور او د دفاع وزارت مرستیالانو د بالاحصار د برجونو، دیوالونو، پوځي ګودامونو او خونو د روانو رغنیزو چارو ارزونه کړې او ټینګار یې کړی، چې دواړه وزارتونه به د بالاحصار تاریخي ارزښت او کلتوري افتخاراتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دوی ژمنه کړې، چې د رغنیزو چارو پر وړاندې به خنډونه پر وخت له منځه وړي او په دې برخه کې به بیړني اقدامات ترسره کړي.

یادو مرستیالانو همداراز د بالاحصار په لمنه کې د جوړ شوي فرهنګي او معلوماتي مرکز په اړه خبرې کړي، چېرې چې د بالاحصار څو زره کلن تاریخي، جنګي او فرهنګي اثار راټول شوي دي.

 د یاد مرکز د لا پراختیا په موخه یو لړ تصامیمو باندې غور هم شوی دی.

د هنر او کلتور او د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیالانو ژمنه کړې، چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ به د بالاحصار اړوند غصب شوي برجونه او تاریخي سیمې بېرته را وګرځوي.

په دې لیدنه کې د بالاحصار دننه د یو شمېر نویو پلان شویو رغنیزو چارو په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي، د اغاخان بنسټ د فرهنګي برخې استازي صاحبزاده امان‌الله له لوري تفصیلي معلومات وړاندې شوي.

یادو مرستیالانو د دې پروګرامونو ملاتړ کړی او ترسره شوي کارونه یې ارزښتناک بللي دي.