ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت مشرتابه او ازبیکستان پلاوي د کرنې په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري، د کرنې او مالدارۍ، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو او مالي او اداري مرستیالانو په شتون کې د ازبیکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف، د یاد هېواد د اوبو لګولو وزارت لومړي مرستیال عظیم جان نظروف، په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر یادګارخواجه شادمانوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
دواړو لورو د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ په برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د پانګوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر ویلي، دواړه ګاونډي هېوادونه به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې شته ستونزې په ګډه حلوو او خپلې تجربې به یو له بل سره شریکي کوو.
مولوي عطاالله عمري ازبیکستان پلاوي ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اړه معلومات وړاندې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د اصلاح شويو کرنیزو او خوراکي تخمونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د غلې دانې په برخه کې دوه ډوله تخمونو ته اړتیا لرو، چې یو یې د کرنې او د هېواد د غلو دانو د کیفیت او کمیت د لوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه دي او بل ډول یې غلې دانې دي، چې د خوراکي توکو لپاره کارول کېږي.
د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د دې هېواد د اوبولګولو وزارت لومړی مرستیال عظیم جان نظروف هم د اوبولګولو او انرژۍ د څېړنې او تولید په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړي او زیاته کړې یې ده؛ موږ په خپل هېواد کې د اوبولګولو په برخه کې کافي تجربه لرو، که تاسو اجازه راکړئ، د قوش تیپې کانال د پرمختګ سربیره نورو اړوندو کارونو کې مرسته کولی شو، چې دا مرسته به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ازبیکستان هېواد له همکاریو مننه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره لا زیاته همکاري وکړي.
ټاکل شوې، چې د دواړو لورو تخنیکي استازي به په نږدې راتلونکي کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پراخولو په موخه یو ځل بیا ناسته وکړي.