ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزارت اونيزه اداري غونډه؛ د کډوالو ستونزو پر حل خبرې وشوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اونيزه اداري غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال شيخ کليم الرحمن فاني په مشرۍ او د مرکزي ریيسانو او خپلواکو امرينو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې شيخ کليم الرحمن فاني پاکستان ته د خپل سفر په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

نوموړي یاد سفر د لاسته راوړنو ډک بللی او د کډوالو ستونزو حلولو لپاره يې يو مناسب فرصت وګاڼه.

 په دې غونډه کې د تېرې غونډې د پرېکړو د تعقيب، د سرحدي ولايتونو د امريتونو د تېلو ونډه او د هغو کډوالو په اړه خبرې وشوې، چې د اسلامي امارت له فتحې او د کډوالو ستونزو د حلولو عالي کمېسیون له جوړېدو مخکې هېواد ته راستانه شوي وو.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال، مسولينو ته د چارو د لا ښه ترسره کېدو او په ورځنيو کارونو کې د روڼتيا او صداقت په پام کې نيولو په اړه اړينې لارښوونې وکړې.