ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‏ ملا خیرالله خیرخواه: د اسلامي نظام په راتګ سره هېواد کرکې ختمې او یووالی پیاوړی شوی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې جرګې استازو د خپلو فعالیتونو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ جرګه یې د افغانستان له اسلامي امارت، هېوادوالو او نړیوالو سره د خبرو، هوکړې او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.

دغه‌راز یې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې او زیاته کړې یې ده، افغانستان کې اسلامي نظام په ډېرو قربانیو حاکم شوی، د ساتنې لپاره یې باید ډېرې هڅې وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت ټول مشران او مسولین په هېواد کې د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ او همدارنګه د هېوادوالو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو ستونزو لپاره د حل لارې لټوي.

ملا خیرالله خیرخواه زیاته کړې؛ په هېواد کې د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یووالي پیاوړی کېږي، نو اوس د دې وخت دی چې ټول د اسلامي نظام په ساتنه کې خپل مسولیت ترسره او ملاتړ یې وکړي.

د لیدنې په پای کې ښاغلي خیرخواه د ستونزو او غوښتنو د حل او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.