ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اریانا افغان هوايي شرکت د چین اورچي ته د الوتنو دویم پړاو پیل کړ

اریانا افغان هوايي شرکت د چین اورچي ته د الوتنو دویم پړاو پیل کړ. یاد شرکت له دې وړاندې چین ته یوه الوتنه لرله، چې د اپرېل له ۲۷مې وروسته به دا شمېر په اونۍ کې دوو الوتنو ته لوړ کړي.

د اريانا افغان هوايي شرکت رييس قاري عبدالولي صدیقي وايي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرېزو اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم ګام دى.

په کابل کې د چين سفر وايي، چې له افغانستان څخه چین ته د الوتنو ډيروالى به د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او سوداګريزې اړيکې لا پراخه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت او امارتي شرکتونو رياست هم د افغانستان او چین ترمنځ دغه ګام د سوداګریزو او سياسي اړیکو د پياوړتيا او چين ته د افغاني توليداتو د صادراتو په برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.

هم‌مهاله د سوداګرۍ او پانګونې خونه له اريانا افغان هوايي شرکت څخه غواړي، چې د چين نورو ښارونو ته هم د الوتنو لړۍ پيل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته له چین سره د افغانستان سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخه شوې او ګڼ شمیر چینايي پانګوالو په افغانستان کې پانګونه کړې ده.