د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن له غرمې مخکې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي ته چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، ښه راغلاست ویلی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او ملي اقتصاد وزیر په مشرۍ راغلي پلاوي سره په لیدنه کې به د اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر، د افغانستان بانک عمومي رییس، د صنعت او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.
په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو مقامات د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.