ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیا په برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندرعباد د ايران هېواد له مرستيال سفير ښاغلي مرتضوي سره ليدنه کړې.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د يادې ليدنې موخه په ننګرهار، باميان او کابل کې د ايران له لوري د جوړيدونکو روغتيايي مرکزونو تجهيز او تمويل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتيا په برخه کې د ګډې تفاهم نامې لاسليک کيدل وو.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ویلي، د روغتيا په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ښه همغږي رامنځ ته شي، چې دا به په بېلا بېلو برخو کې همکاريو ته لاره پرانيزي.

ښاغلي عباد د ايران هېواد د مرستو او دوامدارې همغږۍ څخه مننه کړې او د روغتيا په برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي مهمه بللې.