د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا او د ګډو پروګرامونو پر پلي کېدو خبرې کړي
مولوي صدراعظم عثماني ایراني پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د ایران له خوا د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پر لېوالتیا خوښي ښودلې.
د ایران سفیر ویلي؛ هېواد یې د غوښې او کرنیزو محصولاتو د وارداتو اړتیا لري.
علیرضا بیکدلي زیاته کړې؛ اوس مهال موږ له لرو پرتو هېوادونو غوښه واردوو، خو غوره دا ده، چې دغه محصولات له ګاونډي او دوست هېواد افغانستان، څخه واخلو.
نوموړي همداراز د ګډې همکارۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو، د ایراناکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې د افغانستان د ګډون او د څارویو د نسل اخیستنې، مسلخونو جوړولو، کرنتین، صادراتو او وارداتو، پانګونې او د عصري اوبو لګولو سیستمونو په برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی.
د ایران د سفارت اقتصادي او سوداګریزو کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته همکاریو او پرمختګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي، د افغانستان له خوا ایران ته د غوښې د صادراتو پر موضوع دا مهال اقتصادي ارزونې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په تېرو درېیو کلونو کې د کوکنارو د کر کیلې د بندېدو لپاره جدي هڅې شوې دي. اوس اړتیا ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه پیاوړي شي، ترڅو هم د افغانستان اقتصاد غښتلی شي او هم ګاونډي هېوادونه د نشهیي توکو له قاچاق څخه خوندي پاتې شي.
د ناستې په پای کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې رییس خان محمد فروتن ویلي، اوس ښه نظم او د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او همداراز یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.