کانونه د افغانستان د ملت شتمني ده. د افغانستان اسلامي امارت د دې شتمنۍ د ساتلو او د ملت د خیر او هوساینې لپاره د دوامدارې او موثرې استفادې په خاطر په ډېر دقت کار کړی. اسلامي امارت د کانونو د سکټور لپاره منظم لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي، چې په تطبیق سره به یې دغه سکټور تنظیم شي.
د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې په کانونو سکټور کې شفافیت را منځته کړي او عواید یې د اقتصادي پرمختګ او خلکو ته د هوساینې برابرولو په موخه د بنسټیزو او ملي پروژو په تطبیق ولګوي. همدارنګه د کانونو سکټور څخه په ګټه اخیستنې د هېواد صنایع تقویه او د صادراتو کچه لوړه کړي.
کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانې زیرمو د تنظیموونکي او مدیریت کوونکي په حیث زیار باسي، چې یاد سکټور په اساسي او مسلکي ډول مدیریت کړي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره زمینه پکې برابره کړي.
همدارنګه یاد وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د متوازن انکشاف اصل په نظر کې نیولو سره د منرالونو او نفت او ګاز سرچینو انکشاف ته لومړیتوب ورکړي، تر څو د برېښنايي سیسټمونو څخه په استفادې سره شفافیت تأمین او تضمین کړي.
کانونه او پټرولیم وزارت د اسلامي له بیا حاکمیت وروسته ګڼې لاسته راوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:
۱- د نویو کانونو کشف/ سروې ګانې:
د نویو کانونو د پېژندنې په موخه د دې وزارت سروې ټیمونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو منرالونو 1242 کاني ظواهر او کاني ساحې سروې کړي او جیولوجیکي معلومات یې چمتو شوي، ترڅو یادې ساحې داوطلبۍ ته وسپارل شي.
۲- د کوچني مقیاس کانونو قراردادونه:
د کوچني مقیاس کانونو قراردادونه د نافذه اصولو سره سم د ازادې سیالۍ له لاری په پوره روڼتیا، ښه قیمت او د هېواد ملي ګټو په نظر کې نیولو سره یوازې کورنیو پانګوالو سره عقد کېږي، ترڅو د هېواد صنایع تقویه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
۳- د کاني موادو پروسس اجازه نامې:
کانونو او پټرولیم وزارت ۱۴۰ شرکتونو ته د پروسس اجازه نامې ورکړې، چې مخلتف منرالونه لکه: کرومایټ، تالک، سلفر، ګچ، مرمر، خاورېن جغل، شګه او جغل او نور منرالونه پکې شامل دي.
۴- د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو مدیریت:
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کان کیندنې په موخه د حرفوی کان کیندنې طرزالعمل چمتو شوی، چې له مخې به یې ټول کارونه مدیریت کېږي.
۵- د زر شویي فعالیتونه:
په تخار، بدخشان، کندوز او کنړ ولایاتو کې د زرشویي فعالیتونو ساحې سروې، سکیچ او مدیریت د طرزرالعمل له مخې کېږي، چې په پایله کې یې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو ته په غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
۶- د لوی مقیاس کانونو قراردادونه:
کانونو او پټرولیم وزارت په تیر ۱۴۰۳ کال کې د لوی مقیاس کانونو ۱۰ قراردادونه په کابل، هرات، فاریاب، ننګرهار، جوزجان، لوګر، کندهار او پروان ولایتونو کې لاسلیک کړي، چې مختلف منرالونه لکه: یاقوت، باریت، کرومایت، مالګه، نفرایت، سمنت او مرمر ډبری په کې شامل دي.
۷- د سیمنټو پروژې:
کانونو او پټرولیم وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته له بېلابېلو شرکتونو سره د سمینټو د ۵ پروژو قراردادونه لاسلیک کړي، چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا شي.
۸- د مالګې سکټور مدیریت:
د مالګې په سکټور کې د ځان بسیاینې په موخه د اقتصادي کمېسیون د (۶) ګڼې نېټه ۰۲/۰۴/۱۴۴۵ هـ ق د فیصلې پر اساس په هېواد کې د مالګې واردول په مطلق ډول بند شوي. یاد هدف ته د رسیدو په موخه د بیلابیلو اداراتو د نماینده ګانو په شتون کې د مالګو فابریکو کیفیت او کمیت ارزونه وشوهؤ چې په پای کې اړینه وګڼل شوه ترڅو د فاریاب، هرات، تخار ولایتونو د مالګې کانونه د پانګوالو د جلب په موخه اعلان شي.
۹- د امو دریا نفتي حوزه:
د امو دریا نفتي حوزه چې په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري د قشقري، بازار کمي او زمرد سای بلاکونو قرارداد د اقتصادي کمېسیون او محترمې کابینې په تایید د افغانستان ملي ګټو په پام کې نیولو سره تعدیل او د ۱۴۰۱ کال د جدي په ۱۵ نیټه لاسلیک شو.
اوس مهال د قشقري په انګوټ او اق دریا سیمو کې د نفتو ۲۱ فعالو څاګانو څخه د استخراج چارې روانې دي، چې ۱۴ څاګانې په قشقري، ۴ په انګوټ او ۳ نورې په اق دریا سیمو کې موقعیت لري.
د یادونې وړ ده، چې په روان میلادي کال کې د ۱۸ نویو څاګانو کیندلو، ۲ اکتشافی او د ۵ نرو ترمیم او بیاجوړونه د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شوې، چې عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
اوس مهال له دې ساحې څخه په ورځنې ډول شاوخوا ۱۳۰۰ ټنه خام نفت استخراجیږي، چې ۳۰۰۰ کسانو ته په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه د کار زمینه برابره او د خامو نفتو پروسس هم په کور دننه ترسره کېږي.
۱۰- له شبرغان څخه تر مزارشریف ښار پورې د ۹۴.۵ کیلومټره پایپ لاین پروژه:
یاده پروژه چې اسلامي امارت په خپل مالي لګښت پیل کړې په ۲۴ ساعتونو کې 1.5 میلیون متر مکعب ګاز له شبرغان څخه مزارشریف ته لېږدوي او په مزار شریف ښار کې به خصوصي سکټور ته د انرژۍ په برابرولو کې مؤثر تمام شي، چې دا به د هېواد اقتصادي ودې او یاد ښار کې د صنعت پراختیا ته زمینه برابره کړي.
۱۱- د جوزجان ولایت د یتیم تاق ګازلرونکې ساحې:
د جوزجان په یتیم تاق ساحه کې مجموعاً ۴۰ ګاز لرونکې څاه ګانې موجودې دي، چې له جملې یې ۷ څاه ګانې فعالې دي.
۱۲- د هلمند، هرات او کټواز نفتي حوزې:
– د هرات د کشکه او تیر پل نفتي حوزې: د کانونو او پټرولیم وزارت یادې پروژې د اکتشاف او تقسیم تولید (EPSC) تړون له مخې اعلان ته وړاندې کړي وې، چې یو شمیر کورنیو او بهرنیو شرکتونو یادو پروژو ته لېوالتیا ښودلې وه او اوسمهال د اقتصادي معاونیت د هدایت پر اساس ځینو شرکتونو سره مذاکرات جریان لري.
– د هلمند او کټواز نفتي حوزې: کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې په دې ساحو کې هوايي مقناطيسي او جاذبوې سروې ګانې تر سره کړي.
۱۳- د مس عینک پروژې:
– لومړۍ مس عینک کان:
د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته کانونو او پټرولیم وزارت له چینایي کمپنۍ (MCC-MJAM) سره د یادې پروژې د عملیاتی فعالیتونو چټکتیا په موخه بیلابیل اقدامات تر سره کړی دی.
– دویم مس عینک کان:
د دویم مس عینک کان قرارداد په ۰۹/۰۶/۱۴۰۲ هـ ش نیټه له تویار (TOYAR) شرکت سره لاسلیک شوی. یاد شرکت د دې پروژي درې کلن اکتشافي پلان چارې په محمداغې او موسهي ولسوالیو کې عملاً شروع کړي دي.
۱۴- د ټاپي پروژه:
کانونو وزارت د ټاپي پروژې اهمیت ته په کتلو د دې پروژې تطبیق ته لومړیتوب ورکړی او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په موخه د ترکمنستان هېواد له مقاماتو او ټاپي پروژې رهبرۍ سره بیلابیلو ناستو په نتیجه کې د ټاپي پروژې اړوند د کوربه دولت تړون HGA او امنیتی تړون اسناد لاسلیک شول، چې د پروژی د عملی چارو پیل لپاره مهم اقدام و.
۱۵- د منرالونو اولویت بندۍ طرحه:
د کانونو په سکټور کې د منرالونو اولویت بندۍ په پام کې نیولو او راتلونکې کې د هېواد د صنعتي کېدو په موخه کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو اولویت بندۍ طرحه چمتو کړې، چې د تاییدی لپاره اقتصادي کمیسیون ته استول شوې ده.
۱۶- د کانونو تخنیکي تفتیش:
د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ۵۴۶ اکتشافي او استخراجي کاني قراردادونو څخه تخنیکي او فني ارزونه شوې ده.
۱۷- د غیرې قانوني کان کېندنو مخنیوی:
د کانونو غیرې رسمي کېندنه یوه ستره ننګونه وه، چې د لسیزو را پدیخوا یې ټول هېواد له ستونزو سره مخ کړی و. د افغانستان اسلامي امارت د غیرې رسمي کان کېندنو په رسمي کولو او د قاچاق مخنیوي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. په دې برخه کې له ۹ ارګانونو یوه کېمټه جوړه شوې، تر څو د غیرې قانوني کان کیندنې او قاچاق مخنیوی وکړي.
۱۸-د داخلي او خارجي همکاریو هوکړه لیکونه:
د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د چارو د لا ښه تنظیم په موخه کانونو او پټرولیم وزارت د بېلا بیلو امارتي اداراتو او بهرنیو هېوادونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
۱۹- د زیربنایي او عام المنفعه پروژو تطبیق لپاره د لویو او کوچنیو کانونو عواید ځانګړي کول:
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په هدایت او د اقتصادي کمېسیون په منظورۍ د یو شمیر عام المنفعه پروژو لکه: د قوش تیپې کانال تمویل، د سړکونو او بندونو جوړولو پروژو د تطبیق په موخه د لوی مقیاس ۷ او کوچنی مقیاس ۶ د ډبرو سکرو، کرومایټو، سرب او جست، سرو زرو کانونو عواید او د نفتو عواید ځانګړي شوي دي.
۲۰- په ټیټه بیه کابل ښاریانو او نورو هېودوالو ته د ژمي د اړتیا وړ سون توکي چمتو کول:
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې پر اساس کانونو او پټرولیم وزارت د اړوند نورو اداراتو په همکارۍ په تېر ژمي کې په ټیټ نرخ د کابل ښاریانو او نورو ولایتونو ته د ژمي د اړتیا وړ سون توکي (ډبرو سکاره) چمتو او د یو منظم میکانیزم له مخې توزیع شول او د راتلونکی کال لپاره هم ورته پروسه په پلان کې لري.