ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې سفیر د اوبو او انرژي وزیر ته په کازان اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د انرژي سلاکار ډاکټر محمد عابد انورزي او یو شمېر ریيسانو په شتون کې په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې او دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوي.

د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې، نو د روسیې هېواد دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد، تخار، بغلان، هرات او غزني ولایتونو کې د بند جوړونې او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ملا عبداللطیف منصور له روسیې څخه مننه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له  لیست څخه و ایست، دغه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا زیاتوالي لامل شي.

په کابل کې د روسیې سفیر په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو کې د پانګونې په اړه اړین معلومات شریک کړي.

دمیتري ژیرنوف د اوبو او انرژي وزیر ته یې بلنه ورکړې، چې د روان زیږدیزکال په می میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

ملا عبداللطیف منصور په دغه لیدنه کې په کابل کې د روسیې د سفیر بلنه د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه ومنله او له هغوی څخه یې مننه کړې.