د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو ترمنځ د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شویو د ستونزو او حللارو په اړه تخنیکي ناسته شوې.
په پیل کې د کډالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډونوالو او په کابل کې د نړیوالو ادارو او بنسټونو استازو ته ښه راغلاست ویلی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا غونډه به د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شویو د ستونزو حل په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په میلیونونو افغانان بېځایه شوي او یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.
مولوي عبدالکبیر په زور له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې، له کډوالو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړی او دا چاره یې د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې پیدا کولو سبب بللې ده.
د کډالو او راستنېدونکو چارو وزیر د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ د نړیوالو ادارو لخوا مرستې د کډوالو او بیځایه شویو د ستونزو حل په برخه کې اغیزمنې یادې کړې او زیاته کړې یې ده، چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې کډوالو او کورنیو بیځایه شویو ته متمرکزې کړي.
نوموړي بې کاري او فقر اسلامي امارت ته په میراث ورپاتې بللي او په وینا یې دغو ستونزو پر ټولنه منفي اغیز کړی دی.
مولوي عبدالکبیر په ټولنه کې د کډوالو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرسته اړینه بللې او کډوالو ته یې د د ایمي سرپنا رغولو په برخه کې د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې.
په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه تېر او روان کال د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو بنسټونو لخوا له کډوالو سره د مرستې جزییات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړي دي.
ښاغلي راټواټه ویلي، د ۲۰۲۳ کاله له وروستیو څخه تر اوسه نږدې ۸۰۰ زره کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
د یوناما د مرستیال په وینا، د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو لخوا تېر زېږدیز کال ۱۸۳ میلیونه ډالر په بشري مرستو کې لګول شوي او همداراز یې له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو سربېره ځینو نورو نړیوالو بشري بنسټونو خپل پلانونه او ترسره کړې چارې په ناسته کې شریکې کړې او همدارنګه د خپلو راتلونکو هڅو او مرستو په اړه یې د ګډونوالو وړاندیزونه اورېدلي دي.
په پای کې د عامې روغتیا، اقتصاد، کرنې، پوهنې، ښار او کور جوړولو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، افغانې سرې میاشتې، له طبیعې پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې استازو د افغان کډوالو لپاره شوې خدمات په ناسته کې شریک او له نړیوالو بنسټونو سره یې پر همغږۍ د تینګار ترڅنګ د خپلو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.