ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د مخابراتو د وزیر لیدنه؛ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر له مرستیال ژومان ګارين سریک ما کاشویچ او لوړ پوړي مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د تورغونډۍ رېل پټلۍ پر مسیر د مخابراتو او نوري فایبر شبکې د غځونې، ډیجیټل حکومتولۍ، سایبر سکیورټي، د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او پراختیا او همداراز ورته نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل او استانه ترمنځ اړیکې تاریخي او پیاوړې یادې کړي او همداراز یادونه یې کړې، چې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي او ملي ګټو په پام کې نیولو او خوندیتوب پر بنسټ ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره نېکې اړیکي غواړي .

نوموړي، د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال او لوړ پوړي مل پلاوي ته د دې وزارت اړوند هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د ترویج په موخه د سیسټمونو پر جوړولو، ساییر سکیورټي، د زېربناوو د پیاوړي کولو، هېوادوالو ته د مخابراتي او انټرنټي جوپړتیاو برابرولو او پراختیا په اړه د مخابراتو او ټکنالوژۍ په برخه کې وروستي پرمختګونه روښانه کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د فریکونسیو د نظارت او کنټرول، د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن او د ریل ټایم سیسټم چې د سیمې په کچه یو پرمختللی او بې ساری سیسټم دی یادونه هم کړې.

د قزاقستان هېواد د لومړي وزیر مرستیال، د تورغونډۍ رېل پټلۍ په دوام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په یاد مسیر د نوري فایبر د شبکې غځونې او پراختیا په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتووالی او لېوالتیا څرګنده کړې.

ژومان ګارین سریک ماکاشویچ د هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ته د ګډې همکارۍ په موخه بلنه ورکړې، چې په ترڅ کې به یې افغان پلاوي د قزاقستان هېواد د مخابراتي تاسیساتو او زیربناو څخه لیدنه هم وکړي.

په پای کې مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه کړې، چې افغانستان تېرو څو لسیزو جګړو ځپلی او له پرمختګ پاتې هېواد دی، خو اوس‌مهال تر یو قیادت لاندې د ودې او پرمختګ په حالت کې قرار لري، له همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې غواړو د سیمي هېوادونو او په ځانګړې ډول قزاقستان هېواد سره د دوه اړخیزو همکاریو پربنسټ د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور ته وده ورکړو او د مخابراتي زیربناو د رامنځته کولو په برخه کې اوږدمهاله ګټورې اړیکې وپالو.