د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۶۱ زره او ۲۵۴ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دې خدمتونو کې ۳۱ زره او ۳۶۹ الکترونیکي پیژندپاڼې، ۱۶زره او ۵۶۶ کاغذي پیژندپاڼې، ۷۴۷ زېږون کارتونه، یو زر او ۴۳۶ د مړینې پارچې او پینځه زره او ۶۷۹ نورو کسانو ته په تابعیت پیژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه او پینځه زره او ۴۵۷ نورو کسانو ته د پیژندپاڼې د تایید خدمتونه شامل دي.
د پکتیا ولايت د احصايې او معلوماتو رییس سیفالله حقاني ویلي؛ په دې ولایت کې د الکترونیکي پیژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او په دې وېش څانګو کې د نویو الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پیژندپاڼې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې له معیاري فورمو څخه په ګټهاخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه یې په میاشتني ډول د ۲۹۰ خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې او له ادارې سره شریکې کړي دي.
سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروېګانې لکه د افغانستان روغتیا سروې او د شولې او پنبې سروې پلې او د غذایي خوندیتوب سروې د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.