کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر؛ موخې او پایلې
سریزه
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د افغانستان په اړه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سیاست بدل شوی او اوس ټول هېوادونه افغانستان ته د سیمې د یو مهم هېواد په سترګه ګوري، چې کولی شي د سیمې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې رغنده رول ولوبوي.
په همدې موخه د پخوا په پرتله ډېری هېوادونه زیات لېواله دي، چې له کابل سره خپلې هر اړخیزې اړیکې پراخې کړي، څو وکولی شي د سیمې په ثبات کې د کابل ګډ ملګري جوړ شي. له دغو هېوادونو یو هم قزاقستان دی.
افغانستان د قزاقستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او غواړي چې له کابل سره خپلې سیاسي – اقتصادي اړیکې پراخې او پياوړې کړي.
دا هېواد پر نړیوالو سټیجونو د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل خبره کړې او دا یې په ډاګه کړې، چې یو باثباته او اقتصادي افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
قزاقستان د افغانستان په پوله شریک ګاونډی نه؛ خو په نږدې سیمه کې پروت هغه هېواد دی، چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره یې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې او په دغه برخه کې یې د پرمختګ په موخه مهم ګامونه اخیستي دي.
قزاقستان په سیمه او نړۍ کې لومړنی هغه هېواد دی چې اسلامي امارت یې د هغو ګروپونو له لېست څخه وایست، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و.
قزاقي دولت وویل، دوی دا کار د افغانستان اسلامي امارت سره د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او پراخوالي په موخه کړی او غواړي د افغانستان یو ښه اقتصادي ملګری جوړ شي.
په همدې موخه د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه سیاسي او اقتصادي پلاوو ګڼ سفرونه کړي، چې تازه هغه یې کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د قزاقي پلاوي راتګ دی.
د ژومانګارین په مشرۍ راغلي قزاقي پلاوي د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او نورو مسولینو سره لیدنه وکړه.
د دغه سفر اصلي موخه د کابل او استانې ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د همکاریو پراختیا او په دې برخه کې د جوړې شوې لار نقشې پلي کول دي.
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال د سفر موخه
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوی د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه کابل ته راغی.
د دغه پلاوي په ترکیب کې د بېلابېلو قزاقي وزارتونو او ادارو چارواکو، د دغه هېواد سوداګرو او پانګوالو حضور درلود.
دا څووم ځل دی چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ښاغلی ژومانګارین د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په موخه کابل ته سفر کوي.
د ژومانګارین سفر د دې ښکارندويي کوي چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ودې په لوري اساسي ګامونه اوچت کړي او دا د ګاونډیو او سیمې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات کې رغنده رول لوبوي. همدې ته په کتو استانه غواړي له کابل سره د دغه مزل پر مهال قوي ملګری پاتې شي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل ته د خپل سفر پر مهال د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او نورو لوړ پوړو مسولینو سره لیدنه وکړه او د لیدنو پر مهال ټول تمرکز پر دې راټول و چې قزاقستان؛ افغانستان ته په سیمه کې د یو مهم او ستراتيژیک هېواد په سترګه ګوري او لېواله دی چې په مختلفو په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې ورسره خپلې اړیکې او ګډې همکارۍ پراخه کړي.
نوموړي د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال د پرمختللي او خپلواک افغانستان پر ملاتړ ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونو د رامنځته کېدو ستاینه وکړه.
ژومانګارین وویل، همدې پرمختګونو ته په کتو د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
قزاقي پلاوي له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په موخه د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو پانګونې او همدا راز په هرات کې د دغه پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتووالی وښود.
قزاقستان له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په موخه په هرات ولایت کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې د فعالیت پر زیاتېدو ټینګار وکړ او په ورته وخت کې یې په کابل کې هم د سوداګرۍ خونې د پرانیستلو ژمنه وکړه، چې اسلامي امارت ورته په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
کابل ته راغلي قزاقي لوري له افغانستان څخه د خپلې اړتیا وړ کرنیزو محصولاتو وارداتو ته هم لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چمتو دي چې په دې برخه کې د وارداتو کچه لوړه کړي.
د دغه لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.
دواړو لوریو چمتووالی وښود چې په دې برخه کې به د افغانستان یوشمېر خصوصي بانکونه د قزاقستان له ازادۍ او زمان بانکونو سره د بانکي انتقالاتو په برخه کې ګډ حسابونه پرانیزي.
د تورغونډۍ–هرات اوسپنې پټلۍ پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځول او له کابل سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري کول د دغه لیدنې بله مهمه موضوع وه، چې افغانستان یې هرکلی وکړ.
ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي ژومانګارین سره د لیدنې پر مهال دا هم وویل، چې افغانستان له قزاقستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو مناسباتو د پياوړتیا لپاره قوي هوډ لري او په همدې موخه یې په دې وروستیو کې د کابل او استانې ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د لارې نقشې مسوده لاسلیک کړې ده.
د دې لار نقشې په پلې کولو سره به په بېلابېلو اقتصادي برخو لکه سوداګرۍ، کرنې، د کانونو ایستنې، ترانسپورټ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ او صنعت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته او په اړوندو برخو کې به پانګونه زیاته شي.
پردې ټولو سربېره د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال له کابل سره د استانې د سیاسي اړیکو د پراخوالي لېوالتیا هم څرګنده کړه او ویې ویل، قزاقستان په دې وروستیو کې په الماتا کې د اسلامي امارت دوه ډیپلوماتان منلي او همداراز په الماتا ښار کې د اسلامي امارت کونسلګري هم فعاله شوې ده.
له دې ټولو سره سره کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا، تعلیم، عامو افغانانو او سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د افغانستان له خاورې د قزاقي تولیداتو د ترانزیټ او ګڼو نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه بحثونه وشول.
د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د یو شمېر هوکړو لاسلیک کېدل
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د خپل سفر پر مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره یوځای د افغان–قزاق نندراتون پرانیسته هم وکړه.
په دغه نندارتون کې ۴۰۰ افغان او قزاق پانګوالو او سوداګرو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغان–قزاق نندراتون د پرانیستې پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د کابل او استانې ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي، چې د تېر په پرتله پکې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي د سوداګرۍ کچې د زیاتېدو په برخه کې د نندارتونونو جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، دواړه ژمن دي چې دا کچه تر درېیو میلیارد ډالرو پورې ورسوي.
یادې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړهلیکونو د حجم پر زیاتوالي، په کابل او الماتا کې د سوداګریزو خونو پر جوړېدو، د سیمې په کچه د لا ډېرو نندارتونونو په ترسره کېدو، په قزاقستان کې د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره پر بازارموندنې او د افغانستان له لارې د سوېلي او منځنۍ اسیا د نښلون لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر اسانتیا ټینګار وشو.
د دغه نندارتون د لومړۍ ورځې په پای کې د ۱۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ ۲۰ هوکړه ليکونه لاسليک شول.
په دې هوکړه لیکونو کې ۱۷ د سوداګرۍ او درې د همکارۍ هوکړې دي.
دغه هوکړه ليکونه د لوجستیک، درملو، فلزي محصولاتو، موټرو او د اوړو د تولید په ګډون په ۱۳ سکټورونو کې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي.
پایله
قزاقستان د نفتو او ګازو د اکتشاف او ایستنې او همداراز د اوسپنې پټلۍ په برخه کې ښه تجربه لري.
افغانستان کولی شي د دوی په همکارۍ د خپلو نفتو او ګازو زېرمې ایستنې او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه ترې استفاده وکړي.
د قزاقستان له لوري په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او په دې برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې پيل به نور هېوادونه هم وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د قزاقستان له لوري دا اقدام نړۍ ته په ډاګه کوي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي وضعیت په بهبود کې خپل فعال رول لوبولو ته چمتو دی.
همدې ته ورته د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پانګونه، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په موخه د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ۲۰ هوکړهلیکونو لاسلیک کېدل، په کابل او الماتا کې د سوداګریزو خونو پرانیستل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او بانکي انتقالاتو په برخه کې ګډه همکاري او افغان سوداګرو او عامو وګړو ته د قزاقستان د ویزو په برخه کې تسهیل هغه ګامونه دي، چې د کابل او استانې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا غښتلې او پراخوي.