د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۹ بېلابېلو پراختیايې پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي احمد، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسولینو، د یادې ولسوالۍ علمای کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي، هڅه کوو د هېواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې د خپل توان سره سم کارونه ترسره کړو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په شمول د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
د دې پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یاد ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شې.