د کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسلوالو له لوري پر ګرځندویانو د مرګوني حملې وروسته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې، چې ټولو هغو کسانو او ملاتړو ته به یې سخت سزا ورکړي، څوک چې دې برید کې لاس لري.
د هند لومړي وزیر پر خپله ایکس پاڼه لیکي:” موږ به دوی د ځمکې تر تله تعقیب کړو. “
هند له دې برید یوه ورځ وروسته اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه سرحدي لاره (واګه بندر) تړي، د سند د اوبو برخه کې شوې هوکړه ځنډوي او یو شمېر پاکستاني ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي.
ورته مهال اسلام اباد د پاکستان پر وړاندې د هند دغه اقدامات غیرې مسوولانه بللي او په ځوابي اقدام کې یې له هند سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې، د هندي وګړو لپاره یې د ویزو صادرول درولي او صادر شوې ویزې یې هم لغوه کړې دي.
د دې سربېره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له الجزیرې خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي:” زه د هند د حکومت له لوري ترسره کړې ادعاوې ردوم او پاکستان په کشمیر کې له هیڅ فعالې وسلوالې ډلې سره اړیکه نه لري“.
د یادونې وړ ده، چې وسلوالو د تېرې چهارشنبې په ورځ د جمو کشمیر ایالت په پهلګام سیمه کې پر ګرځندویانو برید وکړ، چې له کبله یې ۲۶ سېلانیان و وژل شول او ۳۶ نور یې ټپيان کړل.