د اسلامي ثقافت مضامینو د تدريس ارزښت او اغېزې ملي کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون له لوري څو ورځې وړاندې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی و، د استادانو لخوا د ۱۱۴ مقالو او د اسلامي ثقافت په اړه د وړاندیزونو او شته ستونزو ته د حلارو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د دې کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د استادانو له فعال ګډون څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ ستاسو فعال ګډون دا ثابته کړه چې یو هېواد، یو نظام او یو ملت یو، ځکه په داسې سترو علمي او مهمو موضوعاتو په ګډه بحث کوو او هرې ستونزې ته د حل لارې پیدا کوو.
شیخ نداء محمد ندیم زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په علمای کرامو او استادانو باور لري، نو باید دا علمي هستۍ په بېلا بېلو برخو کې د نظام ملاتړ وکړي او ګټورې څېړنې وړاندې کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي له استادانو غوښتنه کړې، چې د کنفرانس پر مهال د ترلاسه کړیو تجربو څخه په استفادې دې د اسلامي ثقافت پر مټ په تحصیلي نهادونو کې مثبت بدلون راولي.
نوموړي ویلي، د کنفرانس پر مهال وړاندې شویو مقالو پایلې به راټولې او په دوامدار ډول به ترې استفاده کېږي.
په دې کنفرانس کې ټولې ۱۱۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې، چې له پایلو څخه به یې د اسلامي ثقافت په اړه د پالیسیو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي.