د غزني ولایت په زنخان او اجرستان ولسوالیو کې د کوه سورخ چکډېم د جوړوېدو او د دبائي کانال د رغولو چارې د اووه میلیونه، ۵۷۷ زره او ۲۳۸ افغانیو په لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسولینو په شتون کې پیل شوې.
د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ د دبائي کانال ۳۱۸ متره اوږدوالی لري او د کوه سورخ چکډېم ۴۹.۶ متره اوږدوالی او شپږ متره لوړوالی لري، چې د پینځه زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
په دې پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او سېلابونه به کنټرول شي.
د دغو پروژو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.