د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د دې هېواد پلاوي د امریکا له استازو سره د مذاکراتو په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته سفر کړی.
له بل لوري د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف په مشرۍ امریکايي پلاوی هم مسقط ته رسېدلی دی.
نن (شنبه، د ثور ۶مه) د ایران او امریکا تر منځ د غیرې مستقیمو مذاکراتو درېیم پړاو پیلېږي.
د ایراني او امریکايي چارواکو تر منځ د تهران د اټومي پروګرام په تړاو لومړي مذاکرات د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شول، چې دواړو لوریو هیله بښونکي بللي وو.
دویم پړاو مذاکرات بیا د حمل میاشتې په ۳۰مه د اېټالیا په پلازمېنه روم کې وشول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مذاکراتو وروسته ویلي وو، چې له ایران سره یې خبرې ښې پر مخ تللې دي.