ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعي ورځ، د ۱۴۴۶/۱۰/۲۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۵ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۴۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو یو زر او ۸۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۵۲ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۲۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳۱ کورنیو سره ټولې دوه میلونه او ۷۱۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۱۲۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴۴ تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا،

پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۸۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶۹ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۱۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۳۹۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۱۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۳۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ‍۴۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۷۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۸ کورنیو سره ټولې ۶۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۹۱ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه ۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، پکتیا ولایت او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

هلمند

بهرامچه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې زر تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۸۳ زره او ۸۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:   یو زر او ۱۰۵ کورنۍ او پینځه زر او ۳۵۴ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۵۴۸ کورنۍ او درې زره او ۱۹۶ وکړي

مرسته شوي کډوال:   ۸۶۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  یو زر او ۶۴۵ عدده