ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت د پراختیايي پروژو د لا همغږۍ په موخه ناسته کړې

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د پراختیايي پروژو د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته شوې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، د یاد وزارت مرکزي رییسانو، د دفتر مشاورینو او د عامې روغتیا وزارت د پراختیايي پروژو مسولینو ګډون کړی و.

په ناسته کې د عامې روغتیا وزیر ویلي؛ موږ د افغانستان خادمان یو او د دې هېواد ټول اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو د ترلاسه کېدو حق لري او دا زموږ د ټولو مسولیت دی چې ورته باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

مولوي نور جلال جلالي دا مسولیت یوه ازموینه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په دې کې هر ډول تېروتنه او غفلت د خلکو په حق کې ظلم دی.

نوموړي همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پراختیایي پروژو ټولو مسولینو ته لارښوونه کړې، چې خپل ورسپارل شوي مسولیتونه په سمه توګه ترسره او د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د خپلو ادارو اړتیاوې په دقیق ډول تنظیم او وارزوي او ژر تر ژره یې د تدارکاتو ریاست ته واستوي، تر څو په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.

د پراختیایي پروژو مسولینو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو ترڅنګ ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري کوي.