ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت د افغان حاجیانو د احتمالي ناروغیو مخنیوي په موخه د حج او اوقافو وزارت سره د اړینو درملو مرسته کړې

د عامې وزارت له لوري د حج او اوقافو وزارت سره د ۵۱ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه.

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د مولوي نور جلال جلالي، د وقایې او همغږۍ کمېټې استازو په شتون کې د دې وزارت له لوري په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د روغتیایي اړتیاوو پوره کولو او وقایې په موخه د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.

مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ هڅه کوو چې د افغان حاجیانو لپاره ټول اړین روغتیایي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړو، تر څو د حج فرضیې پر مهال له روغتیایي ستونزو پرته خپل عبادات ترسره کړي.

دغه راز، د وقایې او همغږۍ کمېټې استازو د افغان حاجیانو د روغتیا ښه والي او خوندیتوب لپاره یاده مرسته اړینه بللی، تر څو افغان حاجیان د حج مناسکو پر مهال له احتمالي ناروغیو سره مخ نه شي.