ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس: د راستنېدونکو کډوالو رسنیز ملاتړ ته چمتو یو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملي راډیو تلویزیون له لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي، د ننګرهار د سیندیزې حوزې له رییس فضل احد پاچا او د کډوالو له استازو سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس ویلي؛ ملي راډیو تلویزیون درسنیزو هڅو له لارې د کډوالو د مثبت ذهنیت جوړونې، د هغوی د حقونو د بیان او د ټولنې د همغږۍ لپاره پراخ پروګرامونه لري.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ چمتو یوو چې د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړو، د راستنېدونکو کډوالو ستونزې او لاسته راوړنې خلکو ته وړاندې کړو او د دوی د ادغام په برخه کې رسنیز ملاتړ وکړو.

 همداراز د ننګرهار د سیندیزې حوزې رییس په خپلو خبرو کې ویلي، په ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو د منلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي، څو راستنېدونکي کډوال په ارامه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

 په دې لیدنه کې د کډوالو استازو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړي او د سرپناه او په نورو برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه یې کړې.

 مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت د دوامداره هڅو په پایله کې د راستنېدونکو کډوالو کچه د تېر په پرتله را ښکته شوې ده.

نوموړي د امارتي ادارو، مرسته کوونکو بنسټونو او افغان ولسونو څخه مننه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو هرکلی او خدمت یې په پوره ایماندارۍ او ژمنتیا سره ترسره کړی دی.

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر زیاته کړې، وزارت یې ژمن دی، څو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، هغوی ته د عزمند ژوند برابرولو او دوامداره پرمختګونو لپاره خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي.