تېره اونۍ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د وسلهوالو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان تر منځ اړیکې لا پسې خرابې شوې او یو د بل پر ضد یې اقدامات اعلان کړل.
د دواړو هېوادونو تر منځ واګه بندر، چې له دې لارې افغانستان او هند راکړه ورکړه کوله، وتړل شو. د دې بندر په تړلو سره د افغانستان او هند تر منځ سوداګري زیانمنه شوې ده.
واګه بندر هند ته د افغانستان د صادراتو لپاره تر ټولو لنډه لاره ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې د دې لارې بندښت زموږ د صادراتو لپاره جدي ګواښ او د سوداګرو لپاره لویه ستونزه ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې، تر څو دواړه هېوادونه ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي.
ورته مهال اقتصادي کارپوهان وايي، چې واګه بندر هند ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر ټولو ارزانه لاره ده او په بندېدو سره یې افغان سوداګر زیانمنېږي.
اقتصادي کارپوه محمد طاوس فرزاد وايي، چې د دې بندر بندېدل به د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډ جوړ کړي، خو په کار ده، چې په بدیلو لارو کار وشي، هوايي دهلېزونه پرانیستل شي او تر څنګ یې په چابهار بندر کې اسانتیاوې رامنځته کړل شي.
د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته هند له پاکستان سره د سند د اوبو تړون ځنډولی، د دې هېواد د اتباعو وېزې یې لغوه کړې او ټولې لارې یې ورسره بندې کړې دي.